د هلمند په مرکز او دوو ولسواليو کې د واليبال ناک اوټ سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولايت د بدنې روزنې او ورزش امریت په غوښتنه او د والیبال فدراسیون په هلو ځلو د هلمند په مرکز او دوه ولسوالیو مارجه او ګرمسیر کې د والیبال ناک اوټ (حذفی) سیالۍ پیل شوې.
په دغه سیاليو کې چې د ځوانانو د همغږۍ تر نامه لاندې پيل شوې، د مرکز لښکرګاه او دوو ولسوالیو څخه ۲۲ويشتو لوبډلو پکې ګډون کړی، چې په پايله کې به لومړی او دويم مقام لوبډلې د ولايت په کچه په سياليو کې ګډون وکړي.
بايد يادونه وشي چې د لښکرګاه سیالۍ به په مرکزي لوبغالي او د يادو ولسواليو لوبډلې به د ولسواليو په مرکزي لوبغالو کې سيالۍ ترسره کړي او ديوې اونۍ لپاره به دوام وکړي.
