ننګرهار؛ د خراسان پوهنتون واليبال سيالۍ د خراسان پوهنتون په اتلولۍ پای ته ورسیدې
په ننګرهار ولايت کې د ورزش اونۍ نمانځنې په پار پيل شوې سيالۍ د خراسان پوهنتون لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغه سيالۍ چې د بدني روزنې او ورزش امريت او واليبال فدراسيون په همغږۍ د خراسان پوهنتون په مالي لګښت پيل شوې وې، ۸ لوبډلو پکې ګډون کړی و.
د نوموړو سیالیو پایلوبې ته د لغمان ملي او ننګرهار خراسان پوهنتونونو د والیبال لوبډلو لار موندلې وه، چې په پايله کې خراسان پوهنتون د ۳/۲ميدانونو په توپير سره د يادو لوبو اتلولي خپله کړه.
په یادو سیالیو کې دبدني روزنې او ورزش ریس عبدالسلام وزیروال او دولتي ادارو مسولینو سربېره سلګونو نندارچيانو ګډون کړی و.
په پای کې د بدني روزنې او ورزش رئیس له لوري لومړي او دويم مقام لوبډلو ته کپونه او یو شمېر ورزشکارانو ته مډالونه ورکړل شول.
