په دایکندي ولایت کې د فوټبال سیالیو په دوام دوه سیالۍ ترسره شوې
دا سیالۍ چې د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د فوټبال فدراسیون له خوا د شهرستان ولسوالۍ په کوربتوب پیل شوې لا هم دوام لري.
د دې سیالیو په دوام د تیره ورځ په لومړۍ لوبه کې د « معارف شهرستان او بهار آزادی ب» لوبډلو ترمنځ سیالي وشوه چې د « ۶ – ۱» پایلې سره ازادي لوبډلې وګټله.
همدا راز دویمه لوبه د « میوند کتوت او کهکشان القان » لوبدلو ترمنځ وه چې د « ۵ – ۱» پایلې سره د میوند لوبډلې په بري تمامه شوه.
د یادو سیالیو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ورزشکارانو څخه ملاتړ، د ځوانانو یووالی او لېرو پرتو سیمو ته د ورزش رسول دي چې څو ورځې به دوام وکړي
