د پکتيا په ډنډې پټان ولسوالۍ کې د پانکریشن ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول
د پکتيا ولايت د بدني روزنې او سپورټ ریاست تر چترلاندې د غیرې المپيکي لوبو لوی مدیریت سره په همغږۍ د پانکریشن فدراسیون ۱۰ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه وتړل شول.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د پانکریشن فدراسیون مشرحضرت خان برداش ترڅنګ، ورزشکارانو، ځوانانو او ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
د مراسمو په جریان کې د ورزشکارانو د عملي او نظري ارزونې وروسته هريو ته د وړتیا سره سم د ارتقاء کمربند او ستاینلیک ورکړل شو.
د پای په مراسمو کې د پانکریشن فدراسيون مشر له ورزشکارانو څخه وغوښتل چې د دغو کمربندونو د ارتقاء څخه بايد سمه استفاده وکړي اود ټولنې د خدمت لپاره نه ستړي کېدونکې هلې ځلې ترسره کړي.
