په ننګرهار کې د کمکیو ځوانانو د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوي

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۴:۳۶
په ننګرهار کې د کمکیو ځوانانو د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوي

یادې سیالۍ ۴۰ جوړو ۸۰ تنو کمکیو ځوانانو په ګډون پیل شوې وې چې ټوله ورځ یې یو د پل پر وړاندې سیالۍ وکړې او موخه یې د ځوانانو هڅونه او ورزش ته هڅول و.

یاد سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست او سوک وهنې فدراسیون په همغږۍ د استاد زړګي او استاد ریحان په نوښت د پنځمې ناحیې ورزشي جمنازیم کې ترسره شوې.

یادو سیالیو کې د سوک وهنې فدراسیون مشر او یو شمیر استادانو ګډون کړی وو.

په دې سیالیو کې چې د ورزشي مسوولینو ترځنګ ګڼ شمېر مینوالو ګډون درلود نن به هم دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS