فرينډ FC لوبډلې هلمند کې د فوټسال سياليو لومړي پړاو اتلولي وګټله

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۸:۵۸
فرينډ FC لوبډلې هلمند کې د فوټسال سياليو لومړي پړاو اتلولي وګټله

هلمند کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال لومړی پړاو سيالۍ چې څه موده وړاندې د یاد ولایت د بدني روزنې او فوټبال فدراسیون له خوا پیل شوې وې د فرينډ FC لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

پايلوبه د " فرينډ او خاکسار يارانو" لوبډلو ترمنځ وشوه چې د " ۱۴ - ۳ " پایلې سره د فرینډ په اتلولۍ او د خاکسار يارانو لوبډلې په دویم مقام تمامه شوه.

د ټورنمنټ غوره لوبغاړی وحيد الله حکيمي، اميد احمد ساحل غوره ګول وهونکی او بسم الله الهام غوره ګول ساتونکی اعلان شول.

د دې سياليو د غوره روزونکي جايزه د فرينډ FC روزونکي عبدالواسع داوري ته ورکړل شوه.

دا لومړی ځل وو چې هلمند ولایت کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره کيږي، تر دې وروسته به د فوټسال غوره ليګ سيالۍ پیل شي.

د پايلوبي په مراسمو کې د ورزشي مسوولینو ترڅنګ د لښکرګاه ښاروالۍ مرستيال حاجي نيک محمد امتي، یو شمېر نورو چارواکو او ګڼو مینوالو ګډون درلود.

د پای مراسمو کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نورې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۵
Background image

سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک برای اشتراک در کنگره فدراسیون بین‌المللی جمناستیک عازم تایلند شد

فردین امید جلالی، سکرتر جنرال فدراسیون ملی جمناستیک کشور به‌هدف اشتراک در هشتادوششمین کنگره فدراسیون بین‌المللی ژیمناستیک، عازم تایلند شد.

این نشست از ۴ تا ۵ اکتبر به میزبانی کشور. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۰:۴
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو ولایتونو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې له اتو ولایتونو د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغو سیالیو کې له پکتیکا،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۵۱
Background image

تخار ؛ برگزاری مسابقات محلی کورش با اشتراک ۶۰ تن در شهر تالقان

رقابت های محلی کورش با اشتراک ۶۰ تن از سوی نمایندگی فدراسیون این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت جوزجان، در شهر تالقان برگزار شد.

در این رقابت ها ۳۰ تن با شکست دادن. . .

BACK TO NEWS