کندهار کې د معلولینو باسکټبال سیالۍ د کندهار سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۰ - ۱۰:۱۴
کندهار کې د معلولینو باسکټبال سیالۍ د کندهار سپورټ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې

د کندهار ولایت په مرکز کندهار ښار کې د باسکټبال هغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې پیل شوې وې، د کندهار سپورت ریاست د معلولینو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د احمد شاه بابا لوبډلې په سیالیو کې دویم مقام خپل کړ. د سیالیو غوره ګول وهونکي عبدالله تاجک او درویش احمد او غوره سمندر او بسم الله وټاکل شول.

د سیالیو د پای په مراسمو کې د کندهار د ورزش ریاست مشر حافظ محمود آغا بشر، د کندهار د باسکټبال فدراسیون مشر، د بدن ښکلا او تکواندو فدراسیونونو مشرانو برخه اخیستې وه.

د کندهار د ورزش مسۇولینو د سیالیو موخه د معلولو ورزشکارانو وړتیا ته وده ورکول یاد کړل او په راتلونکې یې هم د ورته سیالیو د ترسره کېدو هوډ څرګند کړ.

په پای کې پیاوړیو ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۳۶
Background image

لغمان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږي د لغمان پوهنتون له لوري د یاد ولایت مرکز مهترلام ښار مرکزي جمنازیوم کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبا سیالۍ د اقتصاد پوهنځي په اتلولي پای. . .

BACK TO NEWS