تخار کې د والیبال ژمنۍ سیالۍ د اق مسجد لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۱۰:۲۰
تخار کې د والیبال ژمنۍ سیالۍ د اق مسجد لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

په تخار ولایت کې د یو شمېر ولسوالیو په ګډون د ۱۴ غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال ژمنۍ سیالۍ چې درې ورځې وړاندې د لیګ په څیر پیل شوې وې د اق مسجد لېسې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په ملاتړ د والیبال فدراسیون له خوا د ورزشي مسوولینو په شتون کې د یاد ولایت مرکز تالقانو په جمنازیم کې پیل شوې وې درې ورځې یې دوام وکړ.

د دې سیالیو پای لوبې ته " اق مسجد لېسه او خواجه غار ولسوالۍ" لوبډلو لار موندلې وه چې د اق مسجد لېسې په اتلولۍ او د خواجه غار په دویم مقام پای ته ورسېدې.

دا سیالۍ چې په درې ګروپونو کې په حذفي توګه ترسره شوې موخه یې د ځوانانو هڅول، ورزشکارانو ترمنځ همغږي او د ولایت په کچه د والیبال سیالیو وده ښودل شوې وه.

د مراسمو په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

باید وویل شي چې د لیګ د اخلاقو کپ د دشت قلعه ولسوالۍ لوبډلې خپل کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۵
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریتدلهدلوري د ياد ولايت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د استاد نادرخان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۲
Background image

زابل کې د ٢٥ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په همغږۍ، د اتلتیک ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ په ۴۰۰. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۸:۳۰
Background image

کابل کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د پنګ پانګ څوارلسم پړاو سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د پنګ پانګ ملي فدراسیون له لوري او د افغان سرې مياشتې ټولنې په مالي ملاتړ د کابل ښار له تعليمي مرکزونو، موسېسو او بنسټونو د ۷۰ ورزشکارانو. . .

BACK TO NEWS