خوست کې د فوټبال غوره لیګ سیالیو دوام
د خوست ولایت د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو پر دوام نن هم دوه لوبې ترسره شوې.
د روان لیګ د نن شنبې ورځ لومړۍ لوبه د اسمعیل خېل کاروان او شهید معلم جان لوبډلو ترمنځ وشوه چې " ۲ - ۰ " پایلې سره د اسمعیل خېل کاروان په بریا پای ته ورسېده.
دویمه سیالۍ بیا د ګلزار اکا او غرغښت لوبډلو ترمنځ وه چې د " ۱ - ۱ " پایلې سره مساوي پای ته ورسېده .
د یادولو وړده، چې د غوره لیګ دا سیالۍ هر کال په خوست ولایت کې یو ځل ترسره کیږي.
