د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې ووشو غوراوي سيالۍ تر سره شوې
د خوست ولایت په تڼيو ولسوالۍ کې د ورزش امريت اړوند د ووشو ورزشي رشتې د غوراوي سيالۍ تر سره شوې.
په دغو سياليو کې د ووشو څلور کلبونو ٦٠ تنو ورزشکارانو ګډون درلود چې په ترڅ کې يې په بېلابېلو وزنونو کې لس تنه ورزشکارانو د دې ولايت د ووشو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
په پاى ګټونکو ورزشکارانو ته مډالونه، کپونه او د اتلولۍ حکمونه هم ورکړل شول.
