خاکسار لوبډلې د هلمند فوتسال سياليو اتلولي وګټله
د فوتسال دغه سيالۍ چې څه موده وړاندې د فوتسال ٣٠ لوبډلو په ګډون په سټار ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې د خاکسار لوبډلې په اتلولي پاى ته ورسېدې.
د دغو سياليو فاينل ته د "خاکسار او بريالي FC" لوبډلو لار ومونده چې د خکسار لوبډلې له "١٠-٤" پايلې سره د بريالي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو لومړى مقام يې تر لاسه کړ.
په دې ټورنمنټ کې ماما نويد د غوره لوبغاړي، امان الله طوفان د غوره ګول وهونکي او محمد بيا د غوره ګول ساتونکي جايزې ترلاسه کړلې.
