د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست د رئيس له لوري د فټنس ورزشکاران وستایل شول
د هېواد د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست رئيس انجنير نظرمحمد مطمئن نن ماسپېښین په نړيوال کلاس او فټنس فزيک سياليو کې ګډون کوونکي ورزشکاران هېواد ته له راستنېدو وروسته وليدل او هغوى يې وستايل .
ښاغلي مطمئن د دې رشتې له نړيوالو لوبو څخه مډال راوړونکو ورزشکارانو څخه په مننې سره وویل: د خوښۍ ځاى دى، چې د بېلابېلو ورزشي رشتو ورزشکاران له نړيوالو لوبو څخه هېواد ته وياړ راوړي.
په ټايلنډ هېواد کې په ديارلسم پړاو کلاس او فزيک فټنس نړیوالو سياليو کې د هېواد ورزشکارانو په ګډون سره وکولاى شول، چې د برونزو مډال ترلاسه کړي.
په دغو سياليو کې د ٤٤ هېوادونو تر ٦٢٧ زياتو ورزشکارانو ګډون درلود، چې له افغانستان څخه څلور ورزشکارانو او يوه روزونکي ګډون کړى و.
