د ننګرهار ولايت په شېرزادو ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ دوام
د ننګرهار ولايت د ورزش رياست په مرسته د واليبال فدراسيون له لوري په شېرزادو ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پر دوام تېره ورځ دوې لوبې وشوې.
په لومړۍ لوبه کې د "شهيد سمندر او توتو ب" لوبډلې سره مخ شوې چې د شهيد سمندر لوبډلې د "٣-٠" د توتو ب لوبډلې ته ماتې ورکړه.
دويمه لوبه د "توتو لېسې او ګندمک" لوبډلو ترمنځ وشوه چې دا لوبه له "٢-١" پايلې سره د ګندمک لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.
د واليبال دغه سيالۍ درې ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت څلور ولسوالیو د شل لوبډلو په ګډون پيل شوې چې څو اوونۍ به دوام وکړي.
