په هرات کې د هېواد په کچه د رزمي ورزشونو د فول کانټاک کیک بوکسنګ او کیک جیتسو برخو سیالۍ وشوې

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۱۴:۵۳
په هرات کې د هېواد په کچه د رزمي ورزشونو د فول کانټاک کیک بوکسنګ او کیک جیتسو برخو سیالۍ وشوې

د هرات ولایت په مرکز هرات ښار کې د هېواد په کچه د رزمي ورزشونو د فول کنټاک کیک بوکسنګ او کیک جیتسو برخو سیالۍ وشوې.

په دې سیالیو کې د رزمي ورزشونو د یاد سبکونو د رئیسانو ترڅنګ د هرات ولایت ورزش مسؤولینو او د ورزش ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.

د هرات د ورزش د مسؤولینو په خبره ددې سیالیو موخه یې د هېواد په کچه د رزمي ورزشونو د ورزشکارانو د وړتیاوو او ظرفیتونو لوړول دي.

دا څووم ځل دى چې هرات په هېواد كې د بېلابېلو ملي او نړيوالو سياليو کوربه دى او دا د سپورټ په برخه كې د هرات د لوړ ظرفيت ښودنه كوي.

بايد وويل شي چې په دې سياليو کې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه ١٢٠ ورزشکارانو برخه اخيستې وه او په يوه ورځ کې یې په فردي توګه سیالۍ وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS