د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې د نیزه بازۍ سیالۍ ترسره شوې
د پکتیکا ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې لومړي ځل لپاره د غزنی ولایت اندړو ولسوالۍ دشیلګر او د مټاخان لوبډلو ترمنځ د نیزه بازۍ سیالۍ ترسره شوه.
دا سیالۍ د پکتیکا ولایت ورزشي آمریت او مټاخان ولسوالۍ د ځوانانو له خوا په لاره اچول شوې وې چې د غزني د اندړو ولسوالۍ د شیلګر لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د پکتیکا ولایت ورزشي امرعثمان سیرت هم ګډون کړی و او د خبرو پرمهال یې وویل، هڅه کوي چې د هېواد دودیزو او ملي لوبو ته وده ورکړي.
