په غور ولایت کې د پارکو سيالۍ ترسره شوې
د غور ولايت پارکور فدراسیون تېره ورځ د دې ولايت ورزشي امريت په جمنازيوم کې د پارکور ورزشکارانو ترمنځ سيالۍ ترسره کړې.
په دغو سياليو کې د "نوي ځوانانو،ځوانانو او لويانو" سني کټګوريو ورزشکارانو ګډون درلود چې موخه يې د غور ولايت په کچه د پارکو ورزش وده او پرمختګ دى.
په پاى کې مقام ګټونکي ورزشکاران د ورزش امريت له لوري و هڅول شول.
