په بلخ ولایت کې د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ په کوربتوب د دې ولايت نورو ولسوالیو د چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.
په دې سياليو کې د ميدان لوبڅار له لوري درې اخر اولاق ابلاغ شول.
لومړى اخر فريد پهلوان د حلال دايرې ته ورساوه دويم اخر ګرګ علي پهلوان د حلال دايرې ته ورساوه او درېيم اخر هم فريد پهلوان په خپل تخنیک سره د حلال دايرې ته ورساوه چې د ٥ زره افغانيو جايزې مستحق شو.
