د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست مسوولینو له لوري د کيک بوکسينګ ورزشکاران وستايل شول

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۴ - ۹:۲۴
د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست مسوولینو له لوري د کيک بوکسينګ ورزشکاران وستايل شول

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست مسوولينو له لوري د کيک بوکسينګ ملي فدراسیون د يوولسم پړاو سياليو غوره ورزشکاران وستایل شول.

پر همدې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې اجرائیه رئیس داد محمد پاينده اختري، د فدراسيونونو امر محمد اعظم کوهي، د سياليو دايرولو امر عزيز الرحمن ملنګ، د کيک بوکسينګ فدراسیون مسوولينو او ورزشکارانو شتون درلود.

د کابل ښار د کيک بوکسينګ يوولسم پړاو سيالۍ يوه اوونۍ وړاندې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د کيک بوکسينګ په تمريناتي ځاې کې د ځوانانو او لويانو سني کټګوريو د ١٥٠ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS