په ننګرهار ولايت کې د پهلوانۍ دويم پړاو سيالۍ پاى ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت بدني روزنې ورزش او المپيک رياست او پهلوانۍ فدراسيون په همغږۍ د پهلوانۍ دغه سيالۍ چې تېره اوونۍ د ننګرهار ولايت د څلور کلبونو ٨٠ ورزشکارانو په ګډون پيل شوې چې د "شاهين او الماس" پهلوانۍ لوبډلو د تېري ورځي سياليو کې برياوي خپلي کړې او په دې سره يې نيمه پاى لوبې ته لار ومونده.
دغه سيالۍ به تر راتلونکو څو اوونیو دوام وکړي.
