په پروان ولايت کې فوټبال "ب" ګروپ سيالۍ د الجهاد تمتمدرې لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۲ - ۱۰:۴۷
په پروان ولايت کې فوټبال "ب" ګروپ سيالۍ د الجهاد تمتمدرې لوبډلې په بریا پاى ته ورسېدې

په پروان ولايت کې د فوټبال "ب" ګروپ سيالۍ چې دوه مياشتنې وړاندې د مرکز او ولسواليو د ١٦لوبډلو په ګډون په څلور ګروپونو کې پيل شوې وې، د "الجهاد تمتمدرې" لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.

د دغو سياليو فاينل ته د شينوارو ولسوالۍ او الجهاد تمتمدره لوبډلو لار وموندله، چې د الجهاد تمتمدرې لوبډلې د شينوارو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې سياليو لومړى مقام يې تر لاسه کړ.

په پاى کې مقام ګټونکې لوبډلې ته جايزې، کپ، ورزشي جامې او توپ هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS