دایکندي؛ د پانکریشن ولایتي لوبډلې د غوراوي څلورم پړاو سیالۍ ترسره شوې
د دایکندي د ولایت د پانکریشن فدراسیون او سپورت آمریت له لوري د پانکریشن ولایتي لوبډلې د غوراوي سیالۍ د یوې ورځې لپاره په نیلي ښار کې ترسره شوې.
په دې سیالیو کې د مرکز نیلي له کلبونو څخه شاوخوا ۶۳ تنو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.
د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه د دايکندي ولايت په کچه د ورزش وده او پراختيا او د دایکندي پانکریشن لوبډلې لپاره غوره څېرې په ګوته کول وو.
په پای کې مقام ګټونکو لوبغاړو ته د قهرمانۍ حکمونه، کپونه، د سرو او سپینو زرو مډالونه ورکړل شول.
