د دايکندي ولایت فوتسال غوره ليګ سيالۍ د ښاروالۍ لوبډلې په اتلولي او ازادي لوبډلې په نايب اتلولي ىره پاى ته ورسېدې
د دايکندي ولایت د فوتسال غوره ليګ سيالۍ چې له څو اونيو راپدېخوا د دې ولايت په کچه د "٢٠" لوبډلو په ګډون پيل شوې وې تېره ورځ جمعه د ښاروالۍ لوبډلې د "٥-٤" د ازادي لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دې ولايت د غوره ليګ اتله شوه.
له ښاروالۍ لوبډلې څخه خيرالله" عالمي" د غوره ګول وهونکي، له ښاروالۍ لوبډلې څخه عصمت الله "حسيني" د غوره ګول ساتونکي له ازادي لوبډلې څخه "حسين يار" غوره لوبغاړي او د اتحاد لوبډلې د دې ليګ د غوره اخلاقو کپ ترلاسه کړ.
همداراز د بدني روزنې او ورزش امريت د لومړي او دوه يم مقام ګټونکو لوبډلو ته لوح سپاس ورکړل شول.
