د بلخ فوټبال غوره لیګ په دوام د جمعې په ورځ یوه لوبه وشوه
د بلخ ولایت د فوټبال غوره لیګ په دوام پرون د جمعې په ورځ کوشاني او ام البلاد لوبډلو یو د بل په وړاندې لوبه وکړه چې په پایله کې یې کوشاني لوبډلې ۳-۱ ام البلاد لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کوشاني لوبډلې لپاره اختر، سیدنقي او حسیب یو یو ګول او د ام البلاد لوبډلې لپاره یې صمیم په یوه ګول وهلو بریالی شو.
د دوی له ډلې د کوشاني لوبډلې غړی اختر د سیالۍ د غوره لوبغاړي په توګه وپېژندل شو.
