په هرات کې د نیو فول کنتاکت شنګیتای سیالۍ وشوې
په هرات ولایت کې د نیو فول کنتاکت شنګیتای په مرکزي کلب کې د یادې رشتې د څلورو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په درې عمري ډلبندیو او ۱۵ وزنونو کې د یو بل پر وړاندې لوبې وکړې.
د دې سیالیو موخه د ورزش پراختیا او د ورزشکارانو وړتیاوو ته وده ورکول دي.
د یادو سيالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته د هغوی د هڅونې او تشويق په پار مډالونه هم ورکړل شول.
