هلمند؛ بُست فوټبال لوبډلې د هلمند فوټبال الف لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۶/۲۶ - ۱۵:۱۲
هلمند؛ بُست فوټبال لوبډلې د هلمند فوټبال الف لیګ سیالیو اتلولي خپله کړه

د هلمند ولایت د فوټبال الف لیګ سیالۍ چې درې میاشتې وړاندې د هلمند د فوټبال فدراسیون له خوا پیل شوې وې، پرون د جمعې پر ورځ د بست لوبډلې په لومړي او د اتفاق لوبډلې په دوهم مقام ګټلو سره پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ د لښکرګاه ښار په مرکزي فوټبال لوبغالي کې ترسره شوې،چې نهو لوبډلو پکې ګډون کړی وو.

د سیالیو غوره لوبغاړی جاوید احمد، غوره ګول وهونکی فیض محمد، او غوره ګول ساتونکی عبدالله ونومول شو او د فوټبال فدراسیون له خوا ورته ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۱۰
Background image

هلمند کې د سويل لويديځ زون په کچه د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د فوټبال ملي فدراسیون له لوري او د اتصالات مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکزي لوبغالي کې د ۵ ولايتونو په گډون د سويل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۵۰
Background image

پکتيکا؛ يوسف خېل ولسوالۍ کې د سنوکر سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سنوکر فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په يوسف خېل ولسوالۍ کې د ۴۲ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د سنوکر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

دایکندي؛ مرکز نيلي کې له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ د ميوند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نيلي کې د نویو ځوانانو ۷ لوبډلو ترمنځ له ۱۴ کلنو کم عمره د فوټسال جام سيالۍ. . .

BACK TO NEWS