جوزجان ولايت کې د پنګ پانګ سيالۍ ترسره شوې
د جوزجان ولايت ورزشي امريت په مرسته د پنګ پانګ فدراسیون له لورې د پنګ پانګ سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ چې پنګ پانګ په ورزشي جمنازيوم کې د يوې ورځې لپاره وشوې د نوي ځوانانو ګټګورۍ کې د جوزجان ولايت په کچه ٦٥تنو ورزشکارانو پکې ګډون درلود.
د دې سياليو موخه د جوزجان پنګ پانګ منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو ټاکل دي.
د دې سياليو په پايله کې محمدزاهد اسدي لومړى مقام او احمد توفیق يعقوبي دوه يم مقام تر لاسه کړ.
