لوګر ولایت کې د پنځو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا وانګ سيالۍ ترسره شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۵/۸ - ۱۳:۴۳
لوګر ولایت کې د پنځو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا وانګ سيالۍ ترسره شوې

په لوګر ولايت کې د ووشو فدراسيون له لورې د دې ولايت په کوربتوب د لوګر، پکتيا، خوست، ميدان وردګ او پکتیکا ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ساندا وانګ سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ چې د کوچنيانو، نوي ځوانانو، ځوانانو او لويانو سني کټګوريو کې ترسره شوې د ټولو ولايتونو شاخوا ٥٠ تنو ورزشکارانو پکې برخه لرله.

په دې سياليو کې د لوګر ولايت دوو روزونکو، دوو استادانو محمد اميد جهيد، عبدالغني محمدي، دوو کوچونو او ١٤ ورزشکارانو ګډون درلود.

دغه سيالۍ وړمه ورځ د زمري په٦نېټه د يوې ورځې لپاره ترسره شوې.

په دغو سياليو کې د لوګر ولايت د سرو زرو ١٣مډالونو او د اتلولۍ جام امتياز په ترلاسه کولو سره لومړى مقام خپل کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۱
Background image

بلخ؛ کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کشندې ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۲۰ جوړو ترمنځ لوبې مساوي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۲۹
Background image

خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ. . .

BACK TO NEWS