نورستان کې د وزلوبې سيالۍ پاى ته ورسېدې
نورستان ولايت برګمټال ولسوالۍ دېوانه بابا کلي کې د وزلوبې سيالۍ چې د بدني روزنې امريت په مرسته د ١٢لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې پاى ته ورسېدې.
دغو سیالیو دوه اونۍ دوام وکړ چې پاى لوبه يې د دېوانه بابا او پژګام کلو وزلوبې لوبډلو ترمنځ وشوه چې دېوانه بابا لوبډلې د دغو سياليو اتلولې او پژګام بيا نايب اتلولي خپله کړه.
د يادولو ده چې د دې سياليو په پاى کې اتلې لوبډلې ته د ورزشي مسؤلینو له لورې تقدير نامې او د اتلولۍ کپ هم ورکړل شو.
