د ٢٠٢٣ کال آسیا فوټبال جام کوربه توب لپاره څلور هیوادونو خپلې غوښتنې وړاندې کړې

Afzal-af
د ٢٠٢٣ کال آسیا فوټبال جام کوربه توب لپاره څلور هیوادونو خپلې غوښتنې وړاندې کړې

د اسيا د فوټبال کنفدراسيون اعلان کړى چې څلور هېوادونو د اسيايي هېوادونو اتلسمې دورې سيالیو کوربه توب لپاره خپلې رسمي غوښتنې وړاندې کړې دي.

د اسیا فوټبال کنفدراسیون (AFC) تر رسمي اعلان وروسته استرالیا، جنوبي کوریا، قطر او اندونیزیا هغه څلور هېودونه دي چې د ۲۰۲۳ کال اسیايي جام د کوربه توب لپاره يې خپلې رسمي غوښتنې دې فدراسیون ته سپارلي دي.

د دغو څلورو هېوادونو د فوټبال فدراسیونونه باید د اګسټ تر ۳۱ نېټې پورې باید د دغو سیالیو د کوربه توب لپاره د نوماندۍ اړین اسناد د اسیا کنفدراسیون ته وسپاري.