د ملتونو لېګ: چاپان ارجنټاین ته ماتې ورکړه

Afzal-af
د ملتونو لېګ: چاپان ارجنټاین ته ماتې ورکړه
د جاپان ملي لوبډلې د ملتونو لېګ دویمې اونۍ کې په خپله لومړۍ سیالۍ کې ارجنټاین ته په ماتي ورکړه. د جاپان ملي لوبډله روانې اونۍ کې په خپلې لومړی لوبې سره ۳-۱ارجنټاین ته ماتي ورکړه او په دغو سیالیو کې یې خپله څلورمه بریا ترلاسه کړه. د ارجنټاین والیبال ملي لوبډلې په درېیم سټ کې ۲۵-۱۸خپل پیاوړي سیال ته ماتي ورکړه خو په اول، دویم او څلورم سټ کې ۲۷-۲۵، ۲۵-۱۸او ۲۵-۱۶ امتیازونو پایلي سره یې ددغو سیالیو په پړاو کې خپله څلورمه ماتي تجربه کړه. د یادولو ده چې کوئزون ښار په لومړۍ سیالۍ کې د هالند لوبډلې ۳-۰اسلووني ته ماتي ورکړه چې د دغو سیالیو لومړۍ ورځ د هالنډ او جاپان په بریاوو سره پای ته ورسېده.