هرات چشت ولسوالۍ کې د غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې
د هرات ولایت چشت شریف ولسوالۍ ته د بدني روزنې او ورزش ریاست تلونکي پلاوي، ورزشي مسؤلینو او مخکښو ورزوشکارانو په شتون کې د محلي غېږنیوني سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د دې ولسوالۍ له کلو او بانډو څخه ۵۰تنه ورزشکارانو ګډون کړی وو او د یو بل پرواندې یې سیالۍ ترسره کړې.
چشت ولسوالۍ ته د تلونکي پلاوي غړی حفیظ الله توخی د دې سیالیو ترسره کېدو موخه د سیمه ییز ورزش وده او پراختیا بولي.
همداراز د دې ولایت د ورزش ادارې مسؤلینو له ورزشکارانو په سره خبرو کې د دوې ستونزې واورېدې او ژمنه یې وکړه چې د دې ولسوالۍ ورزش ته باید پاملرنه وشي.
د سالیو په پای کې مقام ګټونکو پهلوانانو ته جایزې هم ورکړل شوې.
