کندهار فوټبال فدراسیون له مهمند بین المللي روغتون سره روغتیایي هوکړه لاسلیک کړه

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۹ - ۱۳:۴۸
کندهار فوټبال فدراسیون له مهمند بین المللي روغتون سره روغتیایي هوکړه لاسلیک کړه

د کندهار ولایت د فوټبال فدراسیون د بدنې روزنې او ورزش ریاست په مرسته له مهمند ۲۰۰بستریز بین المللي روغتون سره د لوبغاړو د تداوي دوه اړخیزه هوکړه لاسلیک کړله.

دغه هوکړه د کندهار فوټبال فدراسیون مسئول مولوي حزب الله مهاجر، فني مرستیال حبیب جان په هلو ځلو لاسلیک شوه چې عمومي معاینات، عملیات، اکسرې او انستیزي بخشونه پکي شامل دي.

د مهمند روغتون او فوټبال فدراسیون مسؤلینو په خبره، د دې کړې له مخې هغه ورزشکاران چې د دې ولایت له فوټیال فدراسیون سره ثبت دي کولای شي چې په ۴۰سلنه تخفیف سره له ذکر شویو خدمتونو څخه برخمن شي.

د مهمند ۲۰۰بستریز روغتون مشر حاجي صدیق د هېواد له ملي او بین المللي سوداګرو څخه دی چې تل یې هڅه کړې تر څو هېوادوالو او ورزشي ټولنې ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.

د کندهار فوټبال فدراسیون او لوبډلو لوبډلمشرانو په دې هوکړه خوښي څرګنده کړه او د دې خدمت په پار یې له مهمند روغتون مشرتابه څخه مننه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS