زابل; د اریانا کلب ورزشکارانو ته ارتقایي کمربندونه وتړل شول

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۶ - ۱۱:۴۲
زابل; د اریانا کلب ورزشکارانو ته ارتقایي کمربندونه وتړل شول

دغه مراسم د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د کراټې فدراسیون له خوا د آریانا کلب په انګړ کې جوړ شوي وو په کې د کراټې فدراسیون مشر استاد نادرخان زابلي، د زابل د ورزشکارانو په استازيتوب استاد احمدالله توخي، د زابل د ورزشکارانو استازي احمد جان منصور او ګڼ شمېر ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

آریانا کلپ چې د زابل په شاجوی بازار کې یو له مشهورو کلبونو څخه دی، خپل ۱۶ ورزشکارانو ته یې ارتقایې کمربندونه وتړل.

د ورزش مسوولینو په وار سره ورزشکارانو ته د وینا پر مهال له دوی وغوښتل چې په زابل ولایت کې د ورزش د پرمختګ لپاره لا زیاتې هلې ځلې وکړي او ژمنه یې وکړه چې ورزشکارانو ته لا نور امکانات برابر کړي.

په پای کې د اریانا کلپ مشر ورزشکارانو په استازیتوب استاد نادرخان د ټولو میلمنو له ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د نن ورځې بریا زموږ د ورزشکارانو د هڅونې او همکارۍ له امله ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS