کنړ کې د والیبال تمریناتي کمپ پای ته ورسېد
د غه تمریناتي کمپ د والیبال لوبغاړو لپاره د کنړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون په همغږۍ د لوبو لپاره د لوبغاړو چمتو کولو په هدف ترسره شو.
د مسئولینو په خبره؛ له دغې تمریني کمپ ترسره کېدو څخه یې موخه په نږدې راتلونکې کې د څلور ولایتونو ننګرهار، کنړ، لغمان او ونورستان ترمنځ سیالۍ چې په ننګرهار کې ترسره کيږي د کنړ لوبغاړو چمتو کول دي.
د یادولو وړ ده چې ورزشکارانو په دې تمریني کمپ کې د تکړه او پوه رزونکو تر نظر لاندې په عملي او نظري ډول خپل تمرینونه پای ته ورسول.
