هرات؛ اقتصاد پوهنځي د غالب پوهنتون د فوټسال جام سیالیو اتلولي خپله کړه
د غالب پوهنتون د فوټسال جام سیالۍ چې د ۱۴۰۱ تحصیلي کال د رارسېدو په ویاړ د لویدیځې حوزې د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون په همکارۍ پیل شوی، د هرات ولایت د ورزش ریاست د پلاوي، د پوهنتونونو د ورزش فدراسیون د رئیس، استادانو او محصلینو په حضور کې د غالب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېد.
پن دغو لوبو کې د غالب پوهنتون د پوهنځیو ۱۰ او دوه اداري لوبډلې په دریو څلور کسیزو ډلو کې یو د بل په وړاندې ولوبېدل چې په پایله کې اقتصاد پوهنځي لومړی، حقوق دوهم او د معالجوي طب پوهنځي درېیم مقام خپل کړ.
ښاغلی عزیز احمد له اقتصاد پوهنځي څخه د غوره ګول ساتونکي او محمد طائب د غوره ګول وهونکي په توګه وپېژندل شول.
د مراسمو په پای کې غوره لوبډلو ته ستاینلیکونو او ډالۍ ورکړل شول.
