د سر آسياب اتحاد لوبډلې د باميان ولايت د هنډبال سياليو اتلولي خپله کړه
د هنډبال د غوراوي دغه سيالۍ څو ورځې وړاندې د ګڼ شمېر ورزشکارانو په اشتراک سره منتخبه لوبډلې ته د رسيدو په موخه د پنځو ورځو لپاره په باميان ولايت کې د همدې رشتې په ورزشي ميدان کې ترسره شوې.
ددې سياليو موخه د دې رشتې منتخب لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل او د ورزشکارانو هڅونه بلل شوې.
په اخر کې ګټونکې لوبډلې او ورزشکارانو ته کپ، مډال او ډالۍ چې په نظر کې نيول شوي وو د مسوولينو لخوا ورکړل شول.
