هلمند کې د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې
د الف ليګ د فوټبال سيالۍ د اتو لوبډلو اتفاق، چاه انجير، بهير نورزي، شهرداري، آزاد، بست، برومند او نوي جوانان ترمنځ د دغه ولايت په يوه ورزشي ډګر کې پيل شوې.
د دې لیګ پرانیسته لوبه د اتفاق او چاه انجیر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه او د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه د ۱/۶ په توپیر د اتفاق په ګټه پای ته ورسېده.
د يادونې وړ ده چې د یاد لیګ په لړ کې به ٣٦ لوبې وشي چې هره ورځ د یوې سیالۍ په کولو سره دوام مومي.
