هیت رهبری ریاست عمومی تربیت بدنی و ورزش کشور عازم ولایت غزنی ولسوالی جاغوری شد
د بدنی روزنې او ورزش ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان او ورسره مل پلاوی نن د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ ته سفر وکړ.
له یاد پلاوي څخه د غزني ولایت ورزشی مسۉولینو، ورزشکارانو او خلکو تود هر کلی وکړ او لومړی یې د جاغوري ولسوالۍ د ناوې په کلي کې د شهید یاسین له ورزشي ټولنې او د جاغوري له ورزشي میدان څخه لیدنه وکړه او بیا یې به یاده ولسوالۍ کې د ورزش په امکاناتو، ستونزو او حل لارو خبرې اترې وکړې.
د غزني ولایت د ورزش آمر د یاد پلاوي له ورتګ د زړه له کومې مننه وکړه او زیاته یې کړه دا چې د هېواد د ورزش ادارې رهبري د ورزشکارانو د هڅونې په موخه په لومړي ځل جاغوري ولسوالۍ ته راغلی، د ویاړ او خوښۍ ځای دی.
وروسته د غزني د نېزه وهنې فدراسیون د جاغوري، مقر، قره باغ، ناور او د مرکز غزني د ورزشکارانو ترمنځ د نېزه وهنې په زړه پورې سیالۍ وکړې چې په پایله کې د جاغوري اوسېدونکو سید ظاهر لومړی، نبي جان له مقر څخه دوهم مقام او عبدالوهاب هم له مقر څخه درېیم مقام خپل کړ.
ددې تر څنګ د آزادو سیالیو یو تن ورزشکار نقیب الله جالبې او هېښوونکې نندارې لکه به غاښونو د تراکتور کش کول، په سینه د کاڼی ماتول د ګدوانوالو به مخ کې وړاندې کړې.
د سیالیو مخکش او پیاوړي لوبغاړي د ورزش ادارې د ورغلي پلاوي له لوري په ډالیو، کپونو او ستاینلیکونو ونازول شول.
د یادونې وړ ده په دې سفر کې د ښاغلي حافظ احمدجان ترڅنګ د المپیک کمیټې اجرائیه رئیس دادمحمد پاینده اختري، د فتر رئیس د نشراتو ریاست چارسمبال محمدالله احساس، ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني او ملیار نیازیوال ددې پلاوي ملتیا کوي.
