په افغانستان کې د ووشو فدراسیون مخینه

Afzal-af
په افغانستان کې د ووشو فدراسیون مخینه

ووشو د چين د رزمي ورزشونو د يوې ټولګې نوم دی چې د چيني بوکسينګ او چينايي کونګ فو په نامه هم يادېږي، د چينايانو په منځ کې د کونګ فو کلمه د دغو ورزشونو لپاره په کار کیږي، خو د چين مرکزي حکومت نړۍ ته د دوديزې رزمي لوبو د معرفي کولو لپاره ووشو نوم غوره کړی دی.

د ووشو نړيوال فدراسيون (IWUF) د ووشو نړيوال نهاد دی چې په ۱۹۹۰ کال کې د اسيايي لوبو په ترڅ کې د دې ورزش د ودې په موخه جوړ شوی، له ۱۵۲ څخه زيات هېوادونه د ووشو نړيوال فدراسيون غړيتوب لري؛ په ووشو کې دوديز سبکونه او ورزشونه شامل دي.

د ووشو عصري سیالۍ په دوو برخو: ساند (د جګړې برخه) او تالو(د اجرا بڼه) کې ترسره کیږي.

د ووشو فدراسیون په 1382 لمریز کال کې په افغانستان کې تاسیس شو او د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره په رسمي ډول ثبت شو، دغه ورزش په لومړیو کې په یو شمېر ولایتونو لکه کابل، هرات او کندز کې فعال و، خو د ووشو فدراسیون له جوړېدو راهیسې د هیواد په ۲۸ ولایتونو(بغلان، بادغیس، بلخ، ننګرهار، پروان، کاپیسا، لغمان، پنجشیر، کندز، غزني، غور، هلمند، فاریاب، بامیان، پکتیا، هرات، جوزجان، کندهار، ارزګان، تخار، سرپل، فراه، خوست، کونړ، لوګر، میدان وردک او زابل او کابل) کې فعالیت کوي.

دغه ورزش په مرکز او ولایتونو کې ۶۰۰۰ لوبغاړي لري چې 150 لوبغاړي د ملي لوبډلې غړي دي او عصریه ترلاسه کوي.

د هېواد د ووشو په مخکښو کې سید رحمان یورش، خاني امیري، محمد اشرف تقدیر، ذبیح الله کوهي، خلیق حافظي، محمد عباس حسیني او احسان احمد کروخي نومونه اخیستی شو.

د ووشو فدراسیون له جوړېدو وروسته سیدرحمن یورش د دغه فدراسیون د رییس په توګه وټاکل شو، خو په ۱۳۹۲ کال کې خواني امیري د دغه فدراسیون د رییس په توګه وټاکل شو او په ۱۳۹۷ کال کې د ورزشي فدراسیونونو د رییسانو د ټاکنو په بهیر کې سید رحمان یورش د مثبتو رایو په اکثریت د دغه فدراسیون د رییس په توګه وټاکل شو.

د اسلامي امارت تر واک ته رسیدو وروسته سیدالرحمن یورش د خپلې روغتیايي ستونزو له امله د فدراسیون له ریاست څخه استغفا وکړه او بلبل شاه خالد د دې فدراسیون د چارو د پرمخ بیولو په موخه د اجرایوي بورډ د پریکړې په اساس د وشوو فدراسیون د سرپرست په توګه وټاکل شو.

له 1382 کال راهیسې د ووشو ملي فدراسیون تر سلو زیات بهرني مډالونه ګټلي دي چې تر ټولو مهم یې د ساندا سبک د نریوالو سیالیو د برونزو مډال، د اسیا د المپیک د برونزو مډال، د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه د ووشو ستورو په نړیوالو سیالیو کې د محمد خالد هوتک له خوا د سویلي اسیا د المپیک د سرو زرو مډال خیرالله لعل زاده او د اسلامي هیوادونو د برونزو مډال عبدالرزاق رضايي له خوا دي.

د ساندا د ځوانانو په کټګورۍ کې د اسيا د سپينو زرو مډال د مرتضی هوتک، د نړۍ د سپينو زرو مډال نصرت الله حبيبي او د تميم منګل د نړۍ د سپينو زرو مډال يادولای شو.