ننګرهار د بدني روزنې رٸيس د واليبال فدراسيون مسٶلينو سره وکتل

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۱ - ۱۰:۲۵
ننګرهار د بدني روزنې رٸيس د واليبال فدراسيون مسٶلينو سره وکتل

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې رٸيس عبدالسلام وزيروال د ننګرهار ولايت د واليبال فدراسيون مشر داکتر منير الدين خالد او د ياد فدراسيون د کميټې مسٶلينو سره د واليبال لوبې د لا پراختيا او ولسواليو کې د دې ورزش ودې په موخه ناسته وکړه .

ښاغلي وزيروال د ليدنې پرمهال د واليبال فدراسيون مسٶلينو څخه مننه وکړه ، چې په تير مياشت کې په ولسواليو کې د واليبال سيالۍ جوړی کړې وې او د راتلونکو سياليو او ورته ورزشي پروګرامونو په موخه لازمي سپارښتنې وکړې.

د ياد ليدنې پرمهال ښاغلي وزيروال د سپين غر او چپرهار ولسواليو د واليبال مسٶلينو سره د واليبال چالونه او توپونو مرسته وکړه ، ترڅو ځوانان ورزش ته مخه وکړي او د مخدره توکو د استعمال څخه ځانونه وژغوري .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۸
Background image

لغمان؛ علينگار ولسوالۍ کې د واليبال ټورنمنټ پای ته ورسېد

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د علينگار ولسوالۍ په شاهي منار ورزشي لوبغالي کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال ټورنمنټ د شمس بابا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۰:۵۶
Background image

زابل کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ځغاستې (اتلتيک) فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سينک سيمه کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ وشوې.

دا سيالۍ، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۴۲
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سیمه ييزې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه‌ییزېې غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې د ترنک سیمې پهلوانانو. . .

BACK TO NEWS