کندز کې د فوټبال سیالۍ د جوانان عقاب لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
کندز په سپين زر لوبغالي کې د فوټبال لوبې د بغلان پيروزي، امام صاحب او جوانان عقاب ټيمونو ترمنځ د کوچني اختر په مناسبت د فوټبال څلور اړخيزې سيالۍ پای ته ورسېدې.
دا لوبې د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست له خوا د فوټبال په همکارۍ پیل شوې وې چې د جوانان عقاب لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې .
په پای کې د کندز د ورزش ریاست له لوري د دغو سیالیو پر لوبغاړو، روزونکو او مسوولینو جایزې، کپونه، مډالونه او ستاینلیکونه وویشل شول.
