سمنګان کې د فوټبال سیالۍ پای ته ورسیدې
د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د غويی په ۱۸مه د ولسوالیو کپ تر عنوان لاندې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو د پای په مراسمو کې د ورزش مسوولينو او د فوټبال يو شمېر مينه والو برخه اخيستې وه او پای لوبه يې له نږدې وکتله.
په دغو سياليو کې د وحدت دفوټبال ټيم د لومړی و د شاهين نوین ټيم د دويم مقام ترلاسه کړ.
د یادونې وړ ده چې د لوبو په پای کې د مسوولينو له خوا غوره ټيمونو باندې مډالونه وويشل شول.
