د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله د اسیا مرکزی زون په سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۱۱:۲۱
د فوټبال د ۱۶ کلنو ملي لوبډله د اسیا مرکزی زون په سیالیو کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي

د هېواد د ۱۶ کلنو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې له تېرې یوې اونۍ راهیسې د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې خپل سخت تمرینات پیل کړي دي.

دا ټیم د هیواد له بیلابیلو برخو څخه له ځوانانو او تنکيو ځوانانو څخه جو شوی دی جی هره ورځ د استاد حمیدالله مسعود تر لارښوونې لاندې خپل چمتوالي نیسی او په دې لوبو کې د بریا لپاره خوشبین دي.

د هېواد د ۱۶ کلنو لوبډلې روزونکي ښاغلي مسعود هم د خپلو لوبغاړو د روزنې له بهیر او د تخنیکي او لوژستیکي اسانتیاوو له برابرولو څخه خوښي څرګنده کړه.

د مرکزي اسيا د ۱۶ کلنو ځوانانو سيالۍ د روان کال د مې له ۱۰مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې د افغانستان، تاجکستان، ايران او ازبکستان د ټيمونو په ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې ترسره کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۱:۲
Background image

ارزگـان؛ خاص ارزگـان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزگـان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خاص ارزگان ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۵۳
Background image

افغان ورزشکارانو د پاورلفټینګ نړۍ والو سیالیو کې شپږ مډالونه وګټل

د پاورلفټينگ افغان ورزشکارانو د " پاورلفټینک ٢٠٢٦ نړۍ وال جام سریز" سیالیو کې څلور د سرو زرو، یو د سپینو زرو او یو د برونزو مډال وګاټه.

له دغو مډالونو څخه فواد شرين سخن، جابر شرين سخن،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۸:۴۹
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

BACK TO NEWS