ارزګان ولایت کې د رمضان جام فوتسال سیالۍ پای ته ورسیدې.

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۲/۶ - ۸:۲۵
ارزګان ولایت کې د رمضان جام فوتسال سیالۍ پای ته ورسیدې.

د ارزګان ولایت کې د رمضان جام اتلولي د میوند فوټبال لوبډلي په بریا پایته ورسیدل او یاد ټورنمینټ د روژي مبارکې په دوهمه شپه په ارزګان ولایت کې د ۱۳ ازادو لوبډلو ترمنځ په لاره اچول سوی وو ۔

په ارزګان ولایت کې د رمضان جام فوتسال سیالۍ چې د روژې په درېیمه نېټه پیل شو ؤ، پای ته ورسېد.

د یاد ټورنمنټ له دیارلسو ګډونوالو لوبډلو څخه د میوند او الفت لوبډلې پای لوبې ته ووتلې چې په پای کې میوند لوبډلې وکولی شول الفت لوبډلې ته ۰ـ۲ ماتې ورکړي او لومړی مقام خپل کړي.

له میوند لوبډ‌لې وروسته الفت لوبډلې دوهم او اتفاق لوبډلې درېیم مقام ترلاسه کړ. نجی الله ویسال د ټورنمینټ غوره لوبغاړی، محمد نبي د ټورنمینټ غوره ګول وهونکی، مصطفی همکار د ټورنمینټ غوره ګول ساتونکی، محمد عمر د ټورنمینټ غوره ګول ساتونکی وټاکل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د ارګ رستورانت لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۴
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکوکیک بوکسنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کیک بوکسینګ ټاکنیزي سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو،ځوانانو اولویانو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۱:۱۱
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د روحاني لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS