خوست زلمي او سنګین کرکټ کلبونو د خوست رمضان جام نېمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

Afzal-af
پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۱ - ۹:۴۲
خوست زلمي او سنګین کرکټ کلبونو د خوست رمضان جام نېمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

د خوست ولایت په استاد حکیم تڼیوال پارک کرکټ لوبغالي باندې پیل شوې خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ لومړي کوارټرفاینل کې خوست زلمي د متون بابا کرکټ کلب ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او د یاد لیګ نېمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

خوست زلمي کلب په پوره لس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره، د اکبرعلي خوستي ۵۷ منډو پر مټ ۱۱۷ منډې جوړې کړې.

متون بابا کلب ته سیف الله اسرار دوه لوبغاړي وسوځول.

ځوابي لوبه کې متون بابا کرکټ کلب په پوره لس اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر بایلوده.

اکبرعلي خوستی د لوبې غوره او عبدالرحیم بیا د سیالۍ زړه راښکونکی لوبغاړی اعلان کړل شو.

د نن ورځې دويمه لوبه کې بیا سنګین کرکټ کلب په ۱۸ منډو سره د دېګان زلمي کرکټ کلب ته ماتې ورکړه.

سنګین کلب په پوره لس اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره، د محمد تڼي ۴۰ منډو پر مټ ۱۱۵ منډې جوړې کړې.

ځوابي لوبه کې دېګان زلمي د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د محمد نعیم ۴۲ منډو پر مټ ۹۷ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۱۸ منډو په توپیر بایلوده.

محمد تڼی د لوبې غوره لوبغاړی او خلیل احمد بیا د سیالۍ زړه راښکونکی لوبغاړی ونومول شو.

د امین سیاحتي او توریستي شرکت په مالي ملاتړ جوړشوي خوست رمضان لس اوریز کرکټ لیګ کې ۱۶ لوبډلو برخه درلوده، چې اته هغوی یې دويم پړاو ته لار پیدا کړې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۷
Background image

کونړ کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اسعد آباد ښار په دم کلي کې د ۲۱ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې شل ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۶:۵
Background image

بلخ؛ مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سيالۍ تر سره شوې.

دا سیالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو. . .

BACK TO NEWS