د پاور لفټینګ فدراسیون تاریخ

Afzal-af
د پاور لفټینګ فدراسیون تاریخ

پاور لفټینګ د ځواک لوبه ده د دې ورزش عمومي هدف دا دی چې پوه شئ چې تاسو واقعا څومره ځواک لرئ.

د دې ورزش اصول خورا ساده دي او لوبغاړی باید وکوالی شي یو حرکت په سمه توګه تکرار کړي.

له نېکه مرغه دا ورزش په افغانستان کې ډېر مینه وال لري او دا ورزش د خواجه فرید صدیقي لخوا تاسیس شوی او په 1389 کال کې د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست لخوا ثبت شوی دی.

د پاور لفټنګ فدراسیون په ۱۷ ولایتونو (هرات، کابل، نیمروز، غور، کاپیسا، پروان، کندز، سمنګان، بغلان، جوزجان، فاریاب، بلخ، تخار، خوست، پکتیا، پکتیکا او غزني) کې فعالې څانګې لري.

د پاور لفټنګ فدراسیون لومړی رئیس خواجه فرید صدیقي و او وروسته شاپور توتاخېل د دغه فدراسیون رئیس شو او په ۱۳۹۷ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي ریاست له خوا د ورزشي فدراسیونونو د ټاکنو په ترسره کېدو او د رایو په اکثریت سره نجیب الله ایوبي د دغه فدراسیون رئیس په توګه وټاکل شو او اوس مهال ښاغلی میرویس رفیعزاده د دغه فدراسیون مشر دی.

دغه ورزش په مرکز او ولایتونو کې دوه زره ورزشکاران لري، چې ۱۴۵ لوبغاړي یې د ملي لوبډلې غړيتوب لري چې ۱۰۰ تنه یې په عصریې کې شامل دي.

د پاور لفټینګ فدراسیون یو له هغو بریالیو ورزشونو څخه دی چې په بهرنیو سیالیو کې یې ډیر مډالونه ګټلي دي.