په افغانستان کې د بایسکل ځغلونې فدراسیون تاریخ

Afzal-af
په افغانستان کې د بایسکل ځغلونې فدراسیون تاریخ

بایسکل د ټرانسپورټ، تفریح، ورزش لپاره وکاروئ.

بایسکلونه د موټرونو په پرتله ډیری ګټې لري، د ورزش کارولو لپاره، له ګڼې ګوڼې ډک سړکونو ته لاسرسی لپاره، ستونزمن ځایونه د تګ او راتګ په خاطر، د تیلو کم مصرف، او د هوا ککړتیا کمول بایسکل کارول کیږي.

په افغانستان کې اکثره خلک د ورځنيو کارونو او ورزش لپاره بايسکل کاروي، د محمد صادق صادقي په هڅو په هېواد کې د بايسکل ځغلونې فدراسيون جوړ شو او په 1367 کال کې په رسمي ډول د بدني روزنې او ورزش له عمومي رياست او د المپيک له ملي کمیټې سره ثبت شو.

دغه ورزشي فدراسیون د محمد صادق صادقي له خوا تاسیس شوی او نوموړی د ورزشي فدراسیونونو تر ټاکنو پورې د دغه فدراسیون مشر و.

په ١٣٩٧ کال کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست له خوا د ورزشي فدراسيونونو د ټاکنو په ترسره کېدو سره فضل احمد فضلي د ډېرو رايو په ترلاسه کولو سره وتوانېد چې د دغه فدراسیون ریاست ترلاسه کړي او اوس محمد حليم صحتمند د دغه فدراسیون سرپرستي په غاړه لري.‎

د بایسکل ځغلونې فدراسیون د خپلو پخوانیو ورزشکارانو لکه سردار پنجشیري، تمیم صادقي ، حاجي لطیف ، اجمیر ، کبیر و محمود په مرسته توانېدلی چې د ورزش ټولنې ته ډېر ورزشکاران وړاندې کړي.

دا اولمپيکي لوبه په ۲۳ ولايتونو کې فعالې نمايندګي لري، په پلازمينه او ولايتونو کې د ورزشکارانو شمېر ۲۷۰ تنو ته رسېږي او د عمر په بېلابېلو برخو کې د ملي لوبډلې د غړو شمېر ۵۰ تنه دی.