خوست کې د دریو هېوادونو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ ترسره شوې.

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۴ - ۱۱:۱۰
خوست کې د دریو هېوادونو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ ترسره شوې.

وړمه شپه د خوست ولایت ورزشي امریت اړوند د انوري ازادو سیالیو کمپ مسؤول نصیب شاه انوري له لوري د خوست ولایت په اماني لوبغالي کې د دریو هېوادونو (ایران، پاکستان او افغانستان) د لوبغاړو ترمنځ د فري فایټ سیالۍ ترسره شوې.

په دې سیالیو کې د خوست ورزشي آمر عطاء الله کډوال، له کابل څخه راغلي د همدې برخې هیئت او لوبڅارانو، د خوست ولایت د ګڼو فدراسیونونو مسؤولینو، امنیتي مسؤولینو، ورزشکارانو او په زرګونو مینه والو برخه اخیستې وه.

په دې مسابقاتو کې له کابل، ننګرهار ، پکتیا او کوربه خوست ولایت څخه هم ګڼو فایټرانو برخه درلوده.

د سیالیو د پیل په مراسمو کې د خوست ولایت ورزشي امر عطاء الله کډوال له بهرنیو هېوادونو څخه راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او په دې یې خوښي څرګنده کړه چې خوست ولایت ته په یوه با امنه فضا کې خارجي لوبغاړي راځي او موږ د دوی مېلمه پالنه کوو.

د لوبې نیمه مرکزي فایټ له افغانستان څخه د نظیر فولاد او د ایران څخه د علي کردي ترمنځ وو، چې له دریو راونډونو وروسته د لوبڅارانو په پرېکړه علي کردي ددې لوبې ګټونکی اعلان شو.

د لوبې مرکزي فایټ د ایران هېواد د پیاوړي لوبغاړي موسی او افغانستان هېواد پیاوړي لوبغاړي عبدالصمد ننګیال ترمنځ وه.

عبدالصمد ننګیال وکولای شول، چې خپل سیال په ډېر کم وخت کې ناک اوټ کړي او لوبه وګټي.

د فري فایټ دغه لوبې پېشلمی مهال په بریالیتوب سره پای ته ورسېدلې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS