په افغانستان کې د کورش سامبو فدراسیون او رستمي غیږنیونې تاریخ
د کورش سامبو او رستمي غېږ نیول یوه له ملي لوبو څخه ده او دا لوبه د ډېرو کلونو اوږده سابقه لري او د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو د خلکو له خوښې لوبو څخه ده.
د افغانستان خلک په ملي او ځانګړو ورځو او همدارنګه د جمعې په ورځ د هېواد په لرې پرتو سیمو کې سیالۍ ترسره کوي، له ګاونډیو ولایتونو څخه ورزشکاران او مینه وال په دغو سیالیو کې د لیدو او ګډون لپاره ورځي او زموږ په هېواد کې دا لوبه یوه ملي او عنعنوي لوبه ده او پدې وروستیو کې یې ډیر مینه وال راجلب کړي دي.
په افغانستان کې د دې لوبې بنسټ ایښودونکی ښاغلی سید محمود ضیا دشتي دی او ښاغلي دشتي لخوا د کورش سامبو او رستمي غیږنیونې فدراسیون لومړنی رییس دی.
د کورش سامبو او رستمي د غیږ نیونې فدراسیون په ۱۳۸۱ ل کال کې د سید محمود ضیا دشتي په مشرۍ د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست او د المپیک د ملي کمیټې سره په رسمي ډول ثبت شو او په ۱۳۹۷ کال کې د ورزشي فدراسیونونو د رییسانو د ټاکنو په تر سره کولو ښاغلي دشتي په بيا ځان نوماند کړ او د ډېرو رايو په تر لاسه کولو سره وتوانېد چې د څلورو کلونو لپاره د دغه فدراسيون رئيس شي.
د کورش سامبو او رستمي غیږنیونې فدراسیون په بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، فاریاب، سرپل، کابل، غور، بادغیس، هرات، فراه، نیمروز، کندهار، هلمند، زابل او ارزګان کې فعال دی. په مرکز او ولایتونو کې له ۵۰۰۰ څخه زیات ورزشکاران لري.
دغه لوبه يو له برياليو لوبو څخه بلل کېږي او د دغه ورزش د ملي ټيم غړي په بېلابېلو عمرونو کې ۲۷۴ تنو ته رسېږي.