په غزني ولایت کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱/۶ - ۱۰:۱۰
په غزني ولایت کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د غزني د ورزش امريت د واليبال فدراسيون سره په همغږۍ د پنځو ورځو لپاره د دغه ولايت په ورزشي جمنازيوم کې د واليبال د ملي جام سيالۍ په لاره واچولې.

په دغو سیالیو کې له مرکز څخه ۱۰ الف لوبډلې ګډون لري، چې د دغو سیالیو له پیلولو یې موخه د دغه ولایت غوره شوې لوبډلې ته د غوره څېرو ور پېژندل دي.

د دغو سیالیو په پرانیسته کې د غزني ولایت د سپورټ مسوولینو او د دغه ولایت یو شمېر مشرانو برخه اخیستې وه او د والیبال لوبه یې له نږدې وکتله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۷
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۲۷ لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ د پکتیا ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د تنګي ځواک لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

سراج الدین خطیبي د مخکښانو پهلواني نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه اردن ته ولاړ

د پهلواني پخوانی او مخکښ افغان لوبغاړی او په ایران کې د افغان مهاجرینو لوبغاړو لپاره د پهلواني ملي فدراسیون استازی سراج الدین خطیبي د پهلواني مخکښانو (پیشکسوتانو) نړۍوالو سیالیو کې د. . .

BACK TO NEWS